Press release | Dec. 11, 2017

:د افغانستان روڼتیا څار او ګلوبل ویټنس د ولسي جرګې له لوري د کانونو او پټرولیم سرپرستې وزیرې ته د باور رایه نه ورکول، د افغانستان طبیعي زیرمو لوټ ته دوام ورکول دي

Read this content in:

English


کابل د ۲۰۱۷ کال د دسمبر د میاشتې ۹ – نن په یوې اعلامیې کې د افغانستان د روڼتیا څار اجرائیویي مشر او د ګلوبل ویټنس د افغانستان کمپاین مشر سټیفن کارټر، داسې وویل:
نن مونږ د فساد سره د مبارزې په نړیوال ورځ د ولسي جرګې له لوري د کانونو او پټرولیم سرپرستې وزیرې ته د رد رایه وکولو په اړه خپل د ژورې اندیښنې ږغ پورته کوو، آغلې نرګس نهان د ۲۰۱۷ کال د دسمبر د میاشتې ۴. د افغانستان ولسي جرګه نه دۍ توانیدلۍ چې د استخراجي سکټور سملاسي اصلاحاتو ته پاملرنه وکړي. دغه اصلاحات بالاخره د آغلې نهان او د هغې ټیم په مشري خوځښت موندلی وو.

د ملي وحدت حکومت له پیل نه، اضافه له دوه نیم کاله مخکې د کانونو او پټرولیم وزارت څلورو بیلابیلو سرپرست وزیرانو له خوا مشري یې کیدله، خو ټاکل شوی وزیر یې یواځې د ۱۲ میاشتو لپاره لرلی دی. پارلماني او جمهوري ریاست انتخابات په رارسیدو دي، نو د نوي نوماند وزیر د ټاکلو وخت او بیا د هغې د کار پیل، او هم آغلې نهان ته د تائید رایه نه ورکول، د اصلاحاتو پروسه په دغه وزارت کې چې له مخکې نه زنډ سره مخ وو، لا نور هم په کلونو زنډ سره مخامخ کوي. دغه زنډونه یواځې د فساد د ودې، د مصلح ګروپونو او بغاوت تقویت، او د افغان اولس لا ډیر کړاونو سبب ګرځي.  

په کلونو، ناتوانه مشرتابه په دې وزارت کې په غټه کچه د غیر قانوني استخراجو دوام سبب ګرځیدلی، د کانونو په سلګونو قراردادونو غلط مدیریت، او د دولتي عوایدو په غټه کچه د لاسه تلل، چې افغان اولس باید ترې ګټه اخیستې وای، هم لامل شوی دی. کانونه د طالبانو، نورو مصلح ګروپونو او جنایي شبکو دویم تر ټولو لوی عایداتي سرچینه ګڼل کیږي. دغه سرچینه چې باید د عامه خدمتونو لکه تعلیم او صحت په برخې کې مصرف شوي وای، د تاوتریخوالي د ودې او د افغانانو د شتمنیو لوټ لامل کیږي.

آغلې نهان خپل د کار په مودې کې، د اړینې اصلاحاتو په لړ کې ارښتناکه هڅې تر سره کړي، لکه د کانونو سلګونه قراردادونو نشرول، چې د روڼتا په راوستلو کې یو عمده ګام بلل کیږي. مونږ له داسې کوم مسئلې څخه بې خبره یو چې دوي ته د باور رای نه ورکول توجیه کوي. مونږ دا هم په ګوته کوو چې آغلې نهان په ۱۲ نوماند وزیرانو کې یواځینۍ ښځینه نوماند وزیره وه چې ولسي جرګې ته ور وپیژندل شوه او رد شوه.

د افغانستان روڼتیا څار او ګلوبل ویټنس، د دولت او یا په هغه کې د کوم کس په طرفدارۍ او یا په وړاندې هیڅ ډول موقف نه نیسي. خو ولسي جرګه په خپل دغې رایې سره، د افغان اولس طبیعي زیرمو په غټې کچې لوټ ته زمینه برابره او اصلاحات یې لا نور خنډونو سره مخ کړ. مونږ له دوي نه په کلکه غوښنته کوو چې خپل مسولیتونه درک کړي.

/ ENDS

Contacts

  • Sayed Ikram Afzali

    Executive Director, Integrity Watch Afghanistan

Notes to editor:

  • ګلوبل ویټنس او د افغانستان روڼتیا څار خپلواکه مدني ټولنې دي چې په طبیعې زیرمو کې د شخړو او فساد شتون په برخو کې لسیزې کار کړی دی. د لا ډیر تفصیل لپاره، www.iwaweb.org  او www.globalwitness.com
  • د ګلوبل ویټنس پخواني کارونه، لکه د غیر قانوني مصلح ګروپونو او د ځواک ننګونې ډلو رول د افغانستان په کانونو کې، په خاصه توګه د په اړه په لاندني آدرس کې موندلی شی: https://www.globalwitness.org/en/campaigns/afghanistan/

You might also like