Press Release / Nov. 19, 2012

په افغانستان کې د تر ټولو لوی کان د استخراج د تړون پرانيسته

په پښــــــــتو ژبه د راپور لنډیز د لوستلو لپاره دغه ځای کلیک کړی

برای دانلود متن کامل گزارش، اینجا را کلیک کنید

د نړيوال شاهد يا (Global Witness)   په وینا،  د افغانستان د تر ټولو لوی کان استخراج کولای شي چې د افغانستان پر جګړې، اداري فساد، بشري حقونو څخه سرغړونه ، د ژوند چاپيريال ته زیان او د افغانستان ميراث اداره او کنترول کړی.  د عينکو د مسو په قرارداد کې مثبتو ټکو ته اشاره شوی چی باید په سمه  توگه اجرا شی. ددغه ډول ليدلوري په لومړۍ بیلګه کې چې په رپوټ کې راغلې ډير جدي او کمزوري ټکي راڅرګنديږي، چې دا کيدای شي دغه معامله کمزوری کړي. 

د افغانستان او د چين د ودانيز متالورژي شرکت / د جيانګسي د مسو کنسرسيوم شرکت ترمنځ د ۲۰۰۸کال دغه محوري هوکړه ليک د هيواد د ټول کاني سکتور له پاره بنسټ ايښودنه کوي. دا په داسې حال کې ده چې لا هم قرارداد ښکاره شوی نه دی. د عينکو د مسو د قرارداد په ملاتړ د ګلوبل ويټنس نوی رپوټ دهغه اعتماد لاپسي غښتلی کوي: د افغانستان د کانونو لومړنۍ لويی معاملې ددغې معاملې په اړه کره درک رامنځته کړی دی او په اړه يې چې د افغانستان د راتلونکي له پاره دغه مساله څه معنا لري سوچ او فکر را پيدا کوي.

د ګلوبل ويتنيس د بنسټ څخه د جومان کبا په وينا (( د يو داسې هيواد له پاره چې تل په دوامداره جګړه، پراخ فساد او د ژوند د چاپيريال له عمده ننګونو سره مخ دی، په هغه کې د کانونو د لويو پروژو چلول، د پانګوالو له پاره تل له خطرونو ډکې وي)) د عينکو قرارداد له هغو قراردادونو څخه چې تر دې مهاله په افغانستان کې شوي  ښه دی، خو نه تر هغې کچې چې د هغې له احتمالي ګواښونه او مشکلاتو څخه سترګې پټې شي)).

رپوټ پر مثبتو اقتصادي، تولنيزو او بيخ بنايي ژمنو همدارنګه د سيمه يزې ټولنې او د ژوند د چاپيريال په اړه چې د کان د استخراج په عملياتو کې دهغې له بالقوه اغيزو سره مخ کیږي ټينګار کوي.  دغه موضوعات د درزونو او جدي کمزورو ټکو په موجوديت کې ضعيفه شوي دي. دافغانستان خلک هغه شرايط چې پرې هوکړه شوې نشي کتلی او په هغو  پروګرامونو او تصميم نيونو کې د ټولنه سره مشوره نه دی شوی چې په مستقيمه توګه د هغوی ژوند تر اغيزې لاندې راولي. د لوړ امتياز د حق نرخونونه دهغو احکامو او مقرراتو له مخې چې بيا ځلي مذاکره چې په سيمه کې نورو منابعو ته د رسيدو لومړيتوب په ګوته کوي کمزوری شوي دي.  کليدي بشري حقونه او فرهنګي ملاتړ نشته، دا هم څرګنده نه ده چې دغه ژمنې به معيارونو د اصولو سره سمې پلي او وڅارل شي.

(( کبا وويلد سيمه یزو ټولنو د ګټو نه د ملاتړ په ژمنه کې اصلي مطلب څه شی دی؟ کله چې ټولنې خپله نه پوهيږي چې له څه ډول حمايتونو برخمن دي، په داسې حال کې چې د قرارداد په مناقشه کې بيا په پام کې نه نيول کیږي. دغه ډول درزونه او پرکالي له ناکامې ورځې ناخوښي رامنځته کوي – دا خبره په دې زمينه کې يو ناورين ګڼل کیږي)) او دا نه در افغانستان دولت ته، نه قرارداد کونکی شرکت ته او نه په مهمه توگه در افغانستان خلکو ته شه نه دی.

د کانونو را ويستل د افغانستان د راتلونکي ثبات او سوکالۍ له پاره يوه کليدی بنه ګڼل کیږی، د ۳ تريليونه ډالرو په اندازه د کاني زيرمو وړاند وينه شوې ده.[1] چې د عينکو د مسو کان  په يوازې ځان  541  میلیونه ډالره په کال کې اټکل شوی دی، چې د ۲۰۱۶ کال وروسته به توليد پيل او ۵۰۰۰ دندې به پيدا کړي او د اړتيا وړ تاسيساتو کې به پانګونه رامنځته کړي[2].  دا په داسې حال کې ده چې په راتلونکو مياشتو کې به د کانونو د استخراج نور قراردادونه د هندوستان سره د حاجيګک د اوسپنې د کان په ګډون پلي شي، چې دا د افغانستان په استخراجي سکتور کې يو حياتي کار ګڼل کیږي.

دافغانستان دولت د ښې حکومتولۍ د رامنځته کیدو په موخه مهمې ژمنې کړي دي، چې تيره مياشت موږ د ۲۰۰ استخراجي قراردادونو د خپريدو شاهدان و. په دغه مثبت پرمختګ کې هغه وخت رارسيدلی دی چې افغانستان او  MCC  يو ځای سره کار وکړي او ددغې لويې پروژې بنسټ ټینګ او غښتلی کړي:

  • له ځنډ پرته د عينکو د کان او له هغې پورې د اړوندو هوکړه ليکونو خپرول؛
  • په بشپړې توګه د سيمه يزې ټولنې د دخيلولو توافق او دهغو انديښنو او شکايتونو ته په اغيزمنه توګه رسيدنه.
  •  د ژمنه شويو معيارونو او حمايتونو له پلي کیدو څخه ډاډ، له هغې جملې د کان پر امنيتي ځواکونو کنټرول؛
  • پر دغې پروژې د رسمي او د مدني ټولنې د بنسټونو له خوا د مستقلې، پرانيستې څارنې شونتيا؛

ددغه پراوونو په پام کې نيولو سره چينايي کنسرسيوم کولی شي خپل دغه شعار ((  د سيمې خلکو ته خدمت، د سيمې د خلکو برخمنول)) پلی کړي او په افغانستان کې د کانونو د استخراج په برخه کې پانګونې او دداسې پروژې رامنځته کولو ته چې د هر لوري متقابلې ګټې په کې نغښتې وي لار پرانيزي.

د افغانستان د حکومت او نړيوالې ټولنې له پاره چې ملاتړ يې کوي، د عينکو د کان نه د يو داسې سکتور په توګه چې د افغانستان د خلکو ګټې خوندي کړي  زده کړه مهمه ده، دا هغه اړين ګامونه  دي چې د افغانستان خلک هغه ته ډيره اړتيا او لياقت يې لري.

پای

له موږ سره اړيکه:

په کابل کې: JumanKubbaپه [email protected]،

 +93 (0) 792 864 484 یا هم   +44 (0) 772 097 2394

او Gavin Hayman په [email protected]،

 +93 (0) 792 865 073 يا هم + 44 (0) 7874 305 8756.

په اروپا کې: د پاتریک کوڅه [email protected]   یا +30 694 864 4381.

ايډټر ته سپارښتنه:

  • د عينکو د مسو د کان تړون د ۲۰۰۸کال  د می په ۲۵مه د افغانستان د اسلامي جهموري دولت او د چينايي کنسرسيوم ترمنځ د چين دولت په ملاتړ چې په هغه کې ودانيز متالورژي شرکت او مسجيانګشيمي چينايي شرکت هم شامل دی لاسليک شو.
  • دا رپوټ به د Global Witness   طلا ته رسيدل  رپوټ له خپريدو سره خپريږي: په افغانستان د کانونو د استخراج لومړنی تړون څنګه کولی شي، په اړوند سکتور کې حساب ورکونه او شفافيت رامنځته کړي.

دغه رپوټ کې د عينکو د کان تړون د ۲۰۰۸ په ۲۰۱۱کال کې د قره زاغان د طلا کان قرارداد( د JP مورګان د پانګونې د ډلې له خوا يې ملاتړ شوی)  پرتله شوی دی. دغه پرتلنې وښوده چې په ډيری مواردو کې د قره زاغان قرارداد د عينکو د کان د قرارداد سره ورته و، يا هم له هغه نه کمزوری.

نړيوال شاهد (Global Witness)  د طبيعي زيرمو پورې اړوندو شخړو، اداري فساد، د ژوند د چاپيريال او بشري حقونو پورې اړوندو سرغړونو سره مبارزه کوي.

 


[1]   د افغانستان د اسلامي جمهوريت دولتي رسنۍ او د اطلاعاتو مرکز، د افغانستان ۳۰په سلو کې خاوره کاني زيرمې لري چې ارزښت يې درې تريليونه ډالرو ته رسيږي 31 جنوري 2011.

[2]   نړيوال بانک، افغانستان د انتقال پړاوو کې: له ۲۰۱۴نه ور هاخوا ليدلوری، ۲ټوک، می ۲۰۱۲.

استنلی، Mاو اکاترينا، M، کانې زيرمې مزايدې او مناقصې د بيخ بنايی پروژو او کاني زيرمو  لارښود اصول. څانګيزه مطالعه: د عينکو د مسو کان، افغانستان، ۲۰۱۱سپټمبر، نړيوال بانک