د توکیو کنفرانس، د افغانستان د تیلو او کانونو په سکتور کې، حساب ورکولو ته د ځای ورکولو لپاره، یوه ټاکونکې موکه ده

 

د مدني ټولنې کارکوونکو نن وویل چې، د افغانستان دولت او مدني ټولنه، باید ژمنه وکړي چې، د تیلو، ګاز او د کانونوټولې معاملې، د هغو له ټولو جزئیاتو سره خپاره کړي او د سیمې له خلکو سره سلا مشورې وکړي. دا په داسې حال کې ده چې، په پام کې ده، د توکیو برخلیک ټاکونکی کنفرانس په نژدې ورځو کې جوړ شي او له افغانستان سره، د نړیوالو مرستو په ژمنو، د لېږد له بهیر وروسته، خبرې او جر اوبحث کیږي.

 

په کنفرانس کې، د افغانستان حکومت، نړیوال مرسته کوونکي او مدني ټولنه، په یوه ورځنۍ غونډه کې، یو له بله سره را غونډېږي، څو په هغه کې، د افغانستان د راتلونکي لپاره یو چوکاټ وټاکي. ددغه کنفرانس د اجندا مهم ټکي، د هېواد راتلونکی اقتصاد او د عامو مالیاتو د پایښت دوام دی.

 

د دولت وروستۍ ویناوې چې، د افغانستان طبیعي زیرمې، ۳-۱ تریلیونه امریکایي ډالره ارزښت لري، دغه ګمانونه زیات کړي دي چې، دغه سکتور کېدی شي، د پرمختګ لپاره ډېره ښه عایداتي سرچینه وي. مګر د نن ورځې غوښتنې د مدني ټولنې د زیاتیدونکو اندیښنو نه سرچینه اخلي. دنا سالمې ادارې نشتوالی او د صنعت د پیل لپاره بیړه ، کیدی شي چې، فساد ته رونق ورکړي اونیمګړتیاوې رامنځته کړي، او ددې توان لري چې، د د ژوند چاپیریال او ټولنه، له خطر سره مخامخ کړي.

 

د شفافیت له څار نه د یما ترابي خبره ده چې:« د توکیو کنفرانس، د افغانستان د استخراجي صنایعو لپاره، یوه حیاتي شېبه ده.» هغه زیاته کړه:«  د افغانستان دولت اومدني ټولنه، د خپل پېغام د استولو لپاره، یوه وړ موکه لري  او پرې نږدي چې، افغانستان لکه نور هېوادونه چې، د طبیعي زیرمو له پلوه شتمن دي، غریب او بې ثباته شي.»

 

په تیر کال کې، د بن په کنفرانس او د افغانستان او امریکا د متحده ایالاتو تر منځ د ستراتیژیک تړون په دوران کې، د صنایعو په سکتور کې د رڼوالي او حساب ورکولو د محتویاتو په اړه، په ډېرو ښو نړیوالو معیارونو سره ژمنه شوې ده، مګر تر اوسه پورې، ددغو ژمنو د عملي کولو پلان نا څرګند دی.

 

د عوایدو د څار له انستیتوت نه، د کاترینا کیوا په وینا: « ددغو ژمنو پیل، د ستاینې وړ دی، مګر په افغانستان کې د کانونو بریالی پرمختګ، د یوې اوږدې مودې ستراتیژي ته اړتیا لرله چې، دواړه خواوې ـ د افغانستان دولت او مدني ټولنه ـ له ۲۰۱۴ کال وروسته ځواب ورکوونکي کړي. توکیو باید  ددغه بهیر د څار او څرنګوالي بهیر ، چې د افغان خلکو او پانګوالو له لوري عملي کېږي، په بشبړه توګه وپېژني او ډاډ ورکړي.

 

دغه راز، مدني ټولنه غواړي چې، هغه ژمنې چې، د توکیو په کنفرانس کې کېږي، د ژوند چاپیریال اوټولنې د هزینو په اړه، شفافیت باب کړي،تر څو خلک ددغو معاملو له رښتیني ارزښت نه خبر شي. د اطلاعاتو بشپړه نشر ، له هغې جملې د تړونونو او د پروژو د سندونو خپرول، په نړیوالو معیارونو سیمه ییزې سلا مشورې، د تلپاتې پروژو او تر اغېز لاندې ټولنو کې د سولې منځته راتګ  لپاره اړین دي.

 

له ګلوبل ویټنس نه د الینور نیکول په وینا:« د نړیوالې ټولنې لپاره دا ښه خبره نه ده چې، د لېږد له لارې، د پانګوالي د قضیو په اړه، د ښو خبرونو د خپرونې په هڅه کې، چې دغه صنعت پیل کړي، او بیا هر څه وتړي او ولاړ شي. هغه زیاته کړه:  هغوی باید اوس  د چیک او بیلانس سهي توازن او کنترول راولي ، له دې پرته به هغه مالي او ځاني  پانګې اچونې چې په وروستیو ۱۰ کلونو کې کړي، تر ګواښ لاندې راوړي.

پای

 

اړیکې: سیداکرام افضلی، د افغانستان د شفافیت څار اداری د عدالت غوښتنی مسوول 0700266645 او یا [email protected]

 

نوټ:

 

 ۱ـ ګلوبل وینتس، د طبیعي زیرمو، فساد، د بشري حقوقو د تر پښو لاندې کولو اود ژوند چاپېریال په اړه، د اړونده اختلافونو مخنیوی کوي.

http://www.auswaertiges-amt.de/cae/servlet/contentblob/603684/publicationFile/162776/Conference_Conclusions_-_International_Afghanistan_Conference_Bonn_2011_engl.pdf

 

د افغانستان د شفافیت څاراداره، په افغانستان کې د مدني ټولنې یو سازمان دی، د حساب ورکولو، رڼوالي،  په عامه خدمتونو کې د صداقت، استخراجي صنایعو او بیا رغاونې په برخو کې د بابولو په منظور فعالیت کوي.

 

پر عوایدو باندې د څار انستیتوت، یو نا انتفاعي پالیسې جوړوونکی انستیتوت دی او هغه سازمانونه چې، د کانونو لکه د عامه ګټو لپاره، د طبیعي سرچینو لکه تیلو او ګاز سکتور  رڼوالي او شفافیت دی، ننګه او ملاتړ کوي.

 

۲ـ د ۲۰۱۱ کال په بن کې، د بن د نړیوال کنفرانس بریا « کولی شو، په استخراجي سکتورونو کې د افغانستان لپاره، د حساب ورکولو او د ډېرې ښې لارې چارې د موندلو لپاره، د رڼوالي ژمنه ده». او د ۲۰۱۲ کال په اپریل کې، د امریکا د متحده ایالاتو او افغانستان تر منځ ، ستراتیژیک تړون دی.

http://iipdigital.usembassy.gov/st/english/texttrans/2012/05/201205024930.html#axzz1zYsrTssI

 

او د ۲۰۱۲ کال په اپریل کې، د امریکا د متحده ایالاتو او افغانستان تر منځ ، ستراتیژیک تړون دی.

 

۳ـ په توکیو کې، د استخراجي توکو په اړه د ګام پورته کولو لپاره، د بهرنیو چارو وزیرې کلینتن ته د ژونن په لیک کې، د متحده ایالاتو د کنګرې د ۳۱۳ استازو، رابلنې هم، ملاتړ کېږي. کېدی شي، دا لیک تر لاسه کړو.

http://www.globalwitness.org/library/letter-us-secretary-state-hillary-clinton-calling-concrete-benchmarks-upcoming-tokyo